Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • سل ثانیې خبر
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • ورځني اسعار
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»بهر مېشتې مخالفې جبهې هڅه کوي چې په افغانستان کې پخواني میراثي ناورین ته دوام ورکړي!
    لیکني

    بهر مېشتې مخالفې جبهې هڅه کوي چې په افغانستان کې پخواني میراثي ناورین ته دوام ورکړي!

    عمران آغاعمران آغا11 فبروري 2025څرگندونې نشته3 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp
    لیکوال: سائس سعیدي

    د سرپرست حکومت هغه مخالفین چې تېر شل کلونه یې په افغانستان کې ډیرې بدبختۍ رامنځ ته کړې، د «بُن» د شرموونکې تړون له لاسلیک څخه نیولې، افغانستان ته د اشغالګرو د پښو تر راکاږلو، د شل کلنې جګړې، وراني، د افغانانو د شهادتونو، تباهۍ او هرې بدبختۍ اصلي عاملین همدوی وو.

    وروسته له هغې چې افغان ملت د خپلو شلو کلونو هڅو، سرښندنو او قربانیو پایله ولیده او د دې خاورې مکار او مستکبر دښمن، غدارې امریکا ماتې وخوړه او افغانستان د مؤمن او مجاهد ولس لخوا ونیول شو، د سرپرست حکومت رهبر د دې حرکت او نظام ټولو دښمنانو ته عمومي عفوه اعلان کړه.

    خو له بده مرغه د جمهوريت مشرانو د دې پر ځای چې له عمومي عفوې څخه ګټه واخلي او په خپله خاوره کې د ملت تر څنګ په عزت سره ژوند وکړي، په ګاونډیو هیوادونو کې یې له ذلت څخه ډک او د پردیو د دروازو شاته ژوند غوره وباله.

    په تیرو څلورو کلونو کې، د سرپرست حکومت دغه مخالفین آرام نه دي ناست، هڅه یې کړې چې د افغانستان د حکومت له لوري په دې خاوره کې د مظلوم افغان ملت لپاره رامنځ ته شوی امن او ارام، چې په سیوري کې یې د افغانانو امنیت، اقتصاد او پانګې وده کړې ده، بیرته په هماغه ناوړه او بد بویه پخواني میراث، نا امنۍ، ګډوډۍ او په زرګونو نورو بدبختیو بدل کړي.

    نو ویلای شو چې د سرپرست حکومت مخالفین په دې خاوره کې د نا امنۍ، وژنو، تخریب او ورانیو د میراث د بیا راژوندي کولو په لټه کې دي. هغه بد بویه میراث چې په نړۍ کې یې په سیاسي، نظامي، اقتصادي او فرهنګي ډګرونو کې د افغانانو عزت او آبرو له منځه وړي او په تېرو شلو کلونو کې یې له افغان ملت څخه یو ذلیل او ځان پلورونکی انځور نندارې ته وړاندې کړ، هغه ناوړه انځور چې د دې مجاهد او زیارکښ ملت وړ نه و.

    د دې لامل چې د سرپرست حکومت مخالفین لا هم په افغانستان کې د ناورین د رامنځ ته کولو په لټه کې دي، دا دی چې دوی هر یو په یوه استخباراتي دستګاه پورې تړلي دي، له همدې سرچینې یې پخوا هم عواید ترلاسه کول او نن هم خپله دنده پېژني، تر څو د خپلو جیبونو د ډکولو لپاره هماغه پخوانۍ لارې ته دوام ورکړي.

    په دې وخت کې مهمه خبره دا ده چې د سرپرست حکومت مخالفین باید په دې پوه شي، چې افغانان د هغه پخواني شناخت له مخې چې له دې مخالفینو څخه یې لري، دا ځل یې په وړاندې په فولادي عزم ولاړ دي، اجازه به ورنه کړي چې دا خاوره یو ځل بیا د سیمه ییزو او نړۍوالو سیالیو په ډګر بدله او د افغانانو خپلواکي او آزادي ترې واخیستل شي.

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالهګواتیمالا کې د بس چپه کېدو پېښه کې ۳۱ کسان مړه شوي
    راتلونکي مقاله نتنياهو: غزه کې داسې حکومت جوړوو چې حماس يا فلسطيني دولت پکې شتون ونه لري

    مربوطه لیکنې

    د امنیت د اخلال لپاره د آزادۍ جبهې منطق؛ د سرتاسري امنیت تر شا واقعیتونه

    21 سپتمبر 2026

    د مخالفینو د مشرانو آنلاین ناستې؛ تش ګواښونه او د واقعیتونو په بدلولو کې ناتواني

    20 سپتمبر 2026

    د مخالفینو متناقض روایات؛ د مذاکراتو غوښتنه او د جګړې ګواښونه

    19 سپتمبر 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    ورځنۍ نېټه 23 سپتمبر 2026

    د نن چهارشنبې ورځې نېټه.#هندوکش‌غږ

    د ترکیې ولسمشر رجب طيب اردوغان: هغه نړیوال نظام عادلانه نه دی، چې د څه باندې ۱۹۰ هېوادونو اراده پکې د پنځو هېوادونو د غوښتنو تابع وي

    22 سپتمبر 2026

    د قطر امیر د ملګرو ملتونو غوندې ته وينا کې د غزې روان وضعيت رښتينې نسل وژنه وبلله

    22 سپتمبر 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د نن چهارشنبې ورځې نېټه.#هندوکش‌غږ

    23 سپتمبر 2026

    د ترکیې ولسمشر رجب طيب اردوغان: هغه نړیوال نظام عادلانه نه دی، چې د څه باندې ۱۹۰ هېوادونو اراده پکې د پنځو هېوادونو د غوښتنو تابع وي

    22 سپتمبر 2026

    د قطر امیر د ملګرو ملتونو غوندې ته وينا کې د غزې روان وضعيت رښتينې نسل وژنه وبلله

    22 سپتمبر 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،192 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،139 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،259 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.