د بلوچستان د ازادۍ پوځ (بياېلاې) ویلي، چې جنګیالیو یې د بلوچستان په کوېټه، کېچ، پنجګور او بلیده ولسوالیو کې د پاکستاني رژیم پر عسکرو شپږ جلا جلا بریدونه ترسره کړي دي.
«بياېلاې» زیاتوي چې په دغو بریدونو کې ۱۲ پاکستاني عسکر هلاک شوي، تر دوو ټپيان شوي او مالي زیان هم ور اوښتی دی.
دې بریدونو کې درې تنو بلوڅ جنګیاليو هم ژوند بایللی دي.
«بياېلاې» ټینګار کړی، چې خپلې روانې مبارزې ته به د بلوچستان تر بشپړې ازادۍ دوام ورکوي.
