
د بلوڅو بېلتونپالې ډلې (بياېلاېف) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې وسلهوالو یې په دوه جلا-جلا بریدونو کې ۲۹ پاکستاني عسکر وژلي او اووه نور یې ټپیان کړي دي.
د خبر پاڼې لهمخې، دغه بریدونه د بلوچستان ایالت په مرکز کوېټه او قلات ولسوالۍ کې د یادې ډلې د ځانګړي ځواک «مجید بریګېډ» لهخوا ترسره شوي دي.
بياېلاېف زیاته کړې، چې په دغو بریدونو کې یې له پاکستاني پوځیانو څخه وسلې، مهمات او نور پوځي توکي هم تر لاسه کړي دي.
بلوڅ بېلتونپالو دا بریدونه د بلوچستان د ازادۍ مقاومت برخه بللې او ټينګار یې کړی، چې ورته عملیاتو ته به دوام ورکړي.
د بلوچستان ایالتي چارواکو تر اوسه د بلوڅ بېلتون پالو د دې ادعا په اړه رسمي غبرګون نهدی ښودلی.
د یادونې ده، چې په دې وروستیو میاشتو کې بلوچستان کې تر بل هر وخت پر پاکستاني پوځ او امنیتي ځواکونو بریدونه ډېر شوي. د بلوچستان د ځایي امنیتي ادارو د خپرو کړو معلوماتو لهمخې، په دغه ایالت کې د تېر کال په پرتله امنیتي پېښې نږدې پنځوس سلنه ډېرې شوي دي.