Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»تاسو نه چګوارا یاست، نه افغانستان کیوبا دی او نه دا جګړه د ولس د ارادې پر بنسټ ولاړه ده!
    لیکني

    تاسو نه چګوارا یاست، نه افغانستان کیوبا دی او نه دا جګړه د ولس د ارادې پر بنسټ ولاړه ده!

    صابر افغانصابر افغان29 اپریل 2025څرگندونې نشته4 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    څو ورځې وړاندې د افغانستان یو شمېر بدنامې او تښتېدلي څهرې د اتریش په پلازمېنه ویانا کې، د سرپرست حکومت پر ضد جګړه کې د وژل شویو مخالفینو د دویم تلین په مناسبت راټول شوي وو. دوی د یوه نمایشي محفل په جوړولو سره هڅه وکړل چې ځانونه یو ځل بیا د ولس مدافعین او د استبداد ضد مبارزې اتلان معرفي کړي؛ حال دا چې د جمهوریت په رژیم کې دوی له خیانت، فساد، بې‌ کفایتۍ او د بهرنیانو له غلامۍ ډکې کارنامې لري.

    دوه کاله وړاندې د وري میاشتې په ۲۲مه، د سرپرست حکومت ضد وسلوالو مخالفینو څو کلیدي کسان لکه قربان‌ علي بامیاني، برهان‌ الدین اندرابي، حسین سمنګاني، صبور فاریابي، فهیم سالنګي، اکمل امیر او بصیر اندرابي، د سرپل ولایت په بلخاب ولسوالۍ کې په یوه وسله‌ واله نښته کې ووژل شول. دې کسانو د بهرنیو قدرتونو په همغږۍ د بغاوت هڅه کول، څو د نا امنۍ او فساد په رامنځ ته کولو سره د افغانستان د ثبات او پرمختګ مخه ډب کړي.

    حقیقت دا دی چې د جمهوریت بدنامو فراریانو نه یواځې دا چې د دغه ساده‌ لوحو کسانو وینې د خپلو ګټو لپاره تویې کړې، بلکې اوس د هغوی له مړینې هم د خپلو بدنامو او بې‌ اعتباره نومونو د ژوندي ساتلو او په ټولنیزو رسنیو کې د ځان مطرح کولو لپاره ګټه اخلي. دوی هڅه کوي چې د تکراري شعارونو په ورکولو سره خپل تېر تور تاریخ پټ کړي.

    د ویناوالو په منځ کې محمد باقر محسني چې د دې غونډې له ګډونوالو څخه و، د وژل شوي قوماندان اکمل امیر او د هغه د ملګرو مبارزه د چګوارا او فیدل کاسټرو له غورځنګ سره پرتله کړه؛ داسې پرتله چې د تاریخي واقعیت په ځای تر ډېره تبلیغاتي رنګ او بوی لري، د داسې چا د اسطوره سازۍ هڅه وه چې ولسي ملاتړ یې نه درلود او په جګړه کې یې ځانګړي اهداف او له بهرنیانو سره تړاو درلود.

    له شک پرته د اکمل امیر مبارزه د چګوارا له مبارزې سره پرتله کول، د تاریخ ښکاره تحریف دی؛ هغه کار چې د پرځېدلي جمهوریت چارواکو پکې خاص مهارت درلود. د دې حقیقت د درک لپاره کافي ده چې د چګوارا مبارزې ته یوه لنډه کتنه وکړو، ترڅو د اکمل امیر او چګوارا ترمنځ د ژور توپیر واقعي انځور ووینو.

    چګوارا چې بشپړ نوم یې ارنستو چګوارا دی، یو وتلی ارجنټایني انقلابي و چې د کیوبا په انقلاب کې یې مهمه ونډه درلوده. دی په ۱۹۲۸م کال کې په ارجنټاین کې وزېږېد، که څه هم د ځوانۍ پر مهال یې د طبابت رشته لوستې وه، خو ژر یې د سیاسي مبارزې لار غوره کړه.

    چګوارا د ۱۹۵۰مې لسیزې په جریان کې له فیډل کاسټرو سره آشنا او د هغه د چریکي غورځنګ غړی شو. چګوارا د هغه مهمو قوماندانانو له ډلې و چې د باتیستا د استبدادي رژیم پر وړاندې یې مبارزه وکړه او نسکور یې کړ؛ هغه رژیم چې د لوېدیځ، په ځانګړې توګه د امریکا، پراخ ملاتړ یې له ځان سره درلود.

    د باتیستا د رژیم تر نسکورېدو وروسته، چګوارا د نورو هېوادونو د انقلاب د رهبري لپاره له کیوبا ووت او لومړی کانګو ته او بیا بولیویا ته لاړ، ترڅو هلته هم د چریکي مبارزې بنسټ کېږدي؛ خو په بولیویا کې ونیول شو او په ۱۹۶۷م کال کې د هماغه هېواد د اردو له خوا د بهرنیو سازمانونو په ملاتړ اعدام شو.

    د چګوارا د ژوند د لومړیو کرښو په لوستلو سره پوهېږو چې د چګوارا او اکمل امیر ترمنځ څرګند توپیر موجود دی؛ چګوارا د غرب په ځانګړې توګه د امریکا د مداخلې پر ضد د مبارزې سمبول و، خو اکمل امیر تر دې وړاندې د اشغالګرو امریکایانو تر سیورې لاندې د خپل ملت پر ضد وسله پورته کړې وه.

    چګوارا د خلکو د آزادۍ لپاره د یوه غرب پلوه مزدور رژیم پر وړاندې انقلاب رهبري کړ، خو اکمل امیر او ملګرو یې د لوېدیځ په ملاتړ او د یوه لاسپوڅي رژیم د دفاع لپاره وسله پورته او د خلکو د غوښتنې خلاف یې د جمهوریت دفاع کوله.

    د اکمل امیر او ملګرو مبارزه یې د چګوارا له مبارزې سره پرتله کول نه یواځې له حقیقت څخه لیرې ده، بلکې د عامه ذهنیت دوکه کول دي، ځکه چګوارا د یوه فاسد او غرب پلوه رژیم پر ضد جګړه وکړه، خو اکمل امیر د یوه رژیم د ملاتړ لپاره جګړه کوله چې کلونه کلونه یې د امریکا او ناټو په مستقیم ملاتړ د افغانستان پر خلکو حکومت کاوه. چګوارا د ملتونو د آزادۍ لپاره مبارزه وکړه، خو اکمل امیر خپله وسله د هغه فاسد رژیم د بیا راګرځولو لپاره پورته کړه چې افغانستان یې د فساد، تبعیض او غلامۍ کندې ته غورځولی و؛ دا ژور توپیر، د دوی دواړو ترمنځ هر ډول پرتله بې‌ معنی او تاریخ تحریفوونکی ثابتوي.

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالهمحتسبینو میدان وردګ کې یوه مېرمن له ۱۶ کلن کورني تاوتریخوالي وژغورله
    راتلونکي مقاله د ایران اونر پارسیان شرکت کې زوروره چاودنه؛ یو کس وژل شوی او دوه نور ټپیان دي

    مربوطه لیکنې

    د ښځو حقونو له نوم په استفاده د مقاومت جبهې سیاسي امتیاز طلبي

    21 جولای 2025

    د ناکامو ډلو بې ګټې فیسبوکي مبارزه او ناکامې خیالي وعدې

    19 جولای 2025

    د افغانستان په اړه ناسم تحلیلونه، خیالي فرضیې او عیني واقعیتونه

    17 جولای 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    نړۍ 22 جولای 2025

    د روسیې او اوکراین ترمنځ د مذاکراتو درېیم پړاو روانه اوونۍ ترکیه کې ترسره کېږي

    د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي ویلي، چې د کېیف او مسکو ترمنځ د سولې درېیم…

    د برېښنا شرکت رئیس او د ازبکستان انرژۍ وزیر ترمنځ د برېښنا اړوند موضوعاتو په اړه خبرې شوي

    22 جولای 2025

    حماس، اسلامي نړۍ ته؛ غزه کې زموږ خلک له لوږې مړه کېږي، چوپتیا مو ماته کړئ

    22 جولای 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د روسیې او اوکراین ترمنځ د مذاکراتو درېیم پړاو روانه اوونۍ ترکیه کې ترسره کېږي

    22 جولای 2025

    د برېښنا شرکت رئیس او د ازبکستان انرژۍ وزیر ترمنځ د برېښنا اړوند موضوعاتو په اړه خبرې شوي

    22 جولای 2025

    حماس، اسلامي نړۍ ته؛ غزه کې زموږ خلک له لوږې مړه کېږي، چوپتیا مو ماته کړئ

    22 جولای 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20242،989 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،923 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،931 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.