شېر کړئ Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp پاکستاني رسنیو راپور ورکړی، چې پرون پنجشنه د پاکستان د پوځي رژيم د لومړي وزير شهباز شريف په مشرۍ د کابينې غونډه کې «تحریک لبیک پاکستان» يا (TLP) ګوند یې د ترهګرې ډلې په توګه اعلان کړی.د پاکستان پوځي رژيم، ويلي، چې تحریک لبیک پاکستان په ترهګریزو او تاوتریخوالو فعالیتونو کې لاس لري او له همدې امله یې د ترهګرو په لیست کې شامل کړی.تحريک لبيک ګوند وروسته له هغې د ترهګرې ډلې په توګه اعلان شو، چې د روانې مياشتې د اکتوبر په ۹مه یې له لاهور ښار څخه د خپل مشر سعد رضوي په مشرۍ غزه کې د اسرائیلي رژيم د جنايتونو او جګړې پر ضد لاريونونه پيل کړل. پاکستاني پوځي رژيم د تحريک لبیک د لاريونونو له پيل وروسته په ډېر وحشت په پنجاب او لاهور کې په دې لاریونونو بريدونه وکړل او ۳زره شاوخوا کسانو ته یې مرګژوبله واړوله.
ایران وایي، هرمز تنګي کې درې تېلوړونکي بېړۍ له سمندري ماینونو سره لګېدلي او اور یې اخیستی4 نوومبر 2026