د پاکستان تحریک انصاف ګوند دعوه کړې چې، اسلام اباد کې د دوی پر لاریونوالو د امنیتي ځواکونو په ډزو کې په لسګونو بېګناه وګړي وژل شوي او سلګونه نور ټپیان شوي دي.
د یاد ګوند پلویانو په خوالهرسنیو کې ګڼ شمېر ویډیوګانې خپرې کړي، په دغو ویډیوګانو کې لیدل کېږي چې لاریونوال د پولیسو له وېرې د اسلام اباد پر سړکونو وارخطا منډې وهي.
پاکستان کې د تحریک انصاف ګوند د مشر عمران خان په بلنه لسګونه زره خلک د حکومت پر ضد لاریونونو ته راوتلي او له مرکزي حکومت څخه د یاد ګوند د زنداني مشر عمران خان د خوشې کېدو غوښتنه کوي.