د ایران تسنیم خبري اژانس د راپور له مخې، د لبنان حزب الله غورځنګ او اسرائیلو ترمنځ په سیمه‌ییز وخت نن سهار څلور بجې اوربند پیل شوی او دواړه لوري پر یو بل بریدونه درولي دي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې د اوربند له پیلېدو وروسته سیمه کې د جګړو له امله بې ځایه شوي کورنۍ بېرته خپلو کورونو ته د ستنېدو په حال کې دي.

د معلوماتو له مخې سیمه کې د اوربند د پلي کېدو په موده کې د لبنان له سویل څخه تر راتلونکو ۶۰ ورځو پورې به د اسرائیلو پوځیان ووځي او یاده سیمه کې به د لبنان دولتي ځواکونه ځای پر ځای کېږي.

۱ څرگندون

ځواب پریږدئ

Exit mobile version