د ټولګټو وزارت ویاند محمد اشرف حقشناس ویلي، د پنجشیر د عنابې ولسوالۍ، د تخار د نمک آب ولسوالۍ او د سمنګان د خرم سرباغ ولسوالۍ لارې چې د بارانونو او سېلابونو له امله تړل شوې وې، بېرته پرانیستل شوې دي.
نوموړي زیاته کړې، چې د روی دواب ولسوالۍ لار د «ملا علي پُل» سیمه لا هم د ترافیکو پر مخ تړلې او د بیا پرانیستل کېدو هڅې یې دوام لري.
ښاغلي حق شناس دا هم ویلي، چې د خلکو د تګ راتګ ستونزې د حل په موخه روی دواب ولسوالۍ ته بدیله لار جوړه شوې ده.
