د پنجشېر ولايت مقام رسنيز دفتر وايي، د دې ولايت والي حافظ محمد آغا حکیم د پریان ولسوالۍ د نودانک، کوجان او ده پریان کلیو له یو شمېر اوسېدونکو سره په کتنه کې د هغوی ستونزې اورېدلي او ډاډ یې ورکړ چې ولایتي اداره هڅه کوي څو پرمختيايي پروژې په ټولو ولسوالیو کې په مساوي ډول پلې کړي.

نوموړي ټینګار کړی، چې هېچاته به د نظام ضد فعالیت اجازه ورنکړل شي او په وينا یې د دښمنانو شومې دسیسې به د ولس په هوښیارۍ سره ناکامې او شنډې شي.

​ښاغلي حکیم په خپلو خبرو کې مخالفو جبهو او ډلو ټپلو ته په اشارې ويلي، چې دې کسانو له تېرو څلوېښتو کلونو راهیسې د خلکو پر سر تجارت کړی او اوس هم غواړي له ځوانانو څخه د پردیو په اشاره ناوړه ګټه پورته کړي.

په پای کې د پریان ولسوالۍ اوسېدونکو له اسلامي نظام څخه خپل ملاتړ اعلان کړی او د سیمې د امنیت او پرمختګ په برخه کې یې د پوره همکارۍ ژمنه کړې ده.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version