په تخار کې یوې امنیتي سرچینې (هندوکش‌غږ) ته ویلي، چې بېګاه شپه د تخار په مرکز کې د شر او فساد ډلې دوو غړو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.
د یادې امنیتي سرچینې په خبره، د شر او فساد ډلې یادو غړو غوښتل چې د مرکز تالقان اړوند د شاهراه کنډک اړوند د دشت رباط پر پوسته راکټي بریدونه وکړي، خو د استخباراتو د ځانګړو ځواکونو له کمین سره مخ شول.

یادې سرچینې زیاته کړې، نېک‌محمد د عبدالحکیم زوی په مشرۍ د شر او فساد ډلې غړو پلان درلود، چې د دشت رباط پر پوسته برید وکړي، خو برید یې شنډ شو.: “د شر او فساد ډلې یو تن عبدالخالق وژل شوی او نېک محمد ژوندی نیول شوی او درې تنه تښتېدلي دي، چې اوس یې د پیدا کېدو عملیات روان دي”.

د یادؤنې وړ ده، د شر او فساد ډلې له یادو غړو یو روسی راکېټ، دوه فیره د راکېټ مرمۍ، یوه برچه او ۲۸ د کلاشینکوف مرمۍ نیول شوي دي.

په تېره یوه اوونۍ کې د شر او فساد ډلې ګڼ غړي د استخباراتو له لوري نیول شوي او عدلي قضایي ارګانونو ته سپارل شوي دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version