کابل ښاروالۍ مسوولین وايي، \د کابل ښاروالۍ له لوري د درېیمې ناحیې اړوند له دهمزنگ څخه تر کوټه‌سنگي( میرویس میدان) پورې د (۳۲۲۶) مترو په اوږدوالي او (۳۰) مترو په سور سره د سړک د پراختیا او جوړولو چارې په عادي توگه روانې دي.

له یادې ادارې څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، د دې سړک چارې به د یوه معیاري سړک د ټولو برخو په گډون د روان کال تر پایه په اساسي او معیاري توگه بشپړې شي.

په خبرپاڼه کې د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست د مسوولینو له قوله ویل شوي، اوس مهال د کېندنو او خاورې لېږدولو سربېره، د دې سړک د لښتیو په جوړولو او د سړک پر وړاندې د پاتې استملاکي خنډونو د پاکولو چارې هم روانې دي.: «له دهمزنگ څخه تر کوټه‌سنگي پورې سړک د ماسټر پلان له مخې پراختیا مومي او ډېر ژر به یې له دهمزنگ څخه تر جوی شیر پورې د جوړولو چارې هم پیل شي ترڅو ښاریانو ته تگ راتگ په برخه کې اسانتیاوې رامنځته او په ترافیکي گڼه گوڼه کې به کمښت راشي.»

د کابل ښاروالۍ له لوري اوسمهال د ښار د گڼو سړکونو د پراختیا چارې روانې دي او هغه لارې او کوڅې یې هم پاکې کړې، چې په تېرو کلونو کې د زورواکو او چارواکو له لوري بندې شوې وې.

کابل ښاروالۍ په لنډه موده کې گڼ سړکونه، لویې لارې، پلې لارې، کوڅې، څلور لارې، تفرېحي پارکونه او گڼې رغنیزې پروژې پلې کړې دي او په گڼو پروژو اوس‌مهال کار روان دی، چې په نږدې راتلونکې کې به بشپړې شي.

د کابل ښاروالۍ د معلوماتو پر بنسټ، د دغو پروژو پر مهال یې زرگونه تنو ته لنډمهالي او اوږدمهالي د کار زمینه هم برابره کړې ده.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version