د کورنیو چارو وزارت ویاند مفتي عبدالمتین قانع ويلي، چې د تخار ولایت په چاه‌آب ولسوالۍ کې د سرو زرو د مینځلو شرکت د مسوولینو او ځینو سیمه‌ییزو اوسېدونکو ترمنځ نښته شوې ده.

د نوموړي په خبره په دې نښته کې درې ملکي وګړي او د شرکت یو کارکوونکی وژل شوي او پنځه تنه نور ټپیان شوي دي.

هغه زیاتوي، د پېښې په تړاو دوه کسان، یو د شرکت امنیتي کارکوونکی او بل ځایي اوسېدونکی د پولیسو له‌خوا نیول شوي دي.

ښاغلي قانع زياته کړې، چې د امنیتي ځواکونو له مداخلې وروسته وضعیت عادي شوی او سیمه تر بشپړ کنټرول لاندې ده.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version