د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت وايي، تېره اوونۍ یې ۳۰ کډوالې کورنۍ تر خپلو سیمو په وړیا ډول رسولي دي.

له یاد وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، تېره اوونۍ ۳۰ کډوالو کورنیو په لېږد سره ۲۹۰ کډوال له تورخم او سپین بولدک څخه کندهار، روزگان، هرات، کابل، غزني، زابل او پکتیکا ولایتونو ته په وړیا او خوندي ډول لېږدول شوي دي.

د خبرپاڼې له مخې، د ترانسپورت کمېټې له لوري تر دې مهاله ۱۰۷ زره او ۶۵۱ کډوال د هېواد جلا جلا ولایتونو ته لېږدول شوي دي.

پرو سږکال له پاکستان څخه د افغان کډوالو د جبري راستنېدنې وروسته د ملي دفاع او ترانسپورت وزارتونو په خپلو موټرونو کې د کډوالو په وړیا ډول لېږدولو لړۍ پیل کړې ده، چې تر اوسه روانه ده او زرگونه کورنۍ یې په خپلو سیمو ته په وړیا ډول رسولي دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version