په ترکمنستان کې د ټاپي پروژې مشر محمدمراد امانوف د دې پروژې د چارو د پرمختګ لپاره د افغانستان له سرپرست حکومت څخه د لا زیاتې همکارۍ غوښتنه کړې ده.

د اذربایجان ټرېنډ خبري اژانس راپور ورکړی چې امانوف دا څرګندونې په افغانستان کې د ترکمنستان له سفیر حجه اوزوف سره یوځای د افغانستان د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر سره په کابل کې په یوه کتنه کې کړې دي.

د راپور له‌ مخې سرپرست وزیر په‌ دې کتنه کې ویلي چې د ټاپي د چارو پرمختګ د دوی د حکومت له لومړیتوبونو څخه دی.

امانوف وايي، د ټاپي د نل لیکې د رغونې چارې د ترکمنستان له لوري د افغانستان تر سرحده پورې رسېدلې دي او د افغانستان په قلمرو کې د دې پروژې د پیل لپاره تیارۍ نیول شوې دي.

د ټاپي لویه نل لیکه د ترکمنستان ګاز د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته رسوي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version