په ترکمنستان کې افغانستان سرپرست سفیر فضل محمد صابر، په نفتي چارو کې د ترکمنستان هېواد د ولسمشر له مرستیال باتر آمان‌اف سره په کتنه کې د دواړو هېوادونو تر منځ‏ د نفتو په برخه کې د لویو بنسټیزو پروژو پر پراختیا، په ځانګړې توګه د ټاپي پروژې د تطبیق او پانګونې، ترڅنګ د نفتو او ګازو د لېږد پر زیاتوالي خبرې کړې دي.

له یاد سفارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې، په دغه کتنه کې دواړو لوریو د ګډو پروژو د پلي کولو په اړوندو چارو کې د اسانتیاوو رامنځته کولو په اړه هم خبرې کړې دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version