شېر کړئ Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp د شهباز خپرندويه ټولنې له لوري د پياوړي مبارز، شاعر او ليکوال عمر خالد خراساني شعري ټولګه «د سپين جنون» تر نامه لاندې د چاپ په ګاڼه سمبال شوه.ياده دې وي، عبدالولي چې په عمر خالد خراساني یې شهرت درلوده د پاکستان د طالبانو غورځنګ له تهداب ايښودونکو څخه ګڼل کېده او امريکا د نوموړي په اړه يواځې د لومړنيو معلوماتو د شريکولو په سر درې ميليونه ډالره جايزه ایښې وه، چې بلاخره په ۲۰۲۲ کال کې یې په يوه هوايي برید کې خپل ژوند له لاسه ورکړ.د ښاغلي خراساني شعرونه تر ډېره ديني او حماسي اړخ لري، چې د لوستونکو له پراخ هرکلي سره مخ شوي وو او تمه کېږي چې د دې شعري ټولګې په چاپ سره به د پښتو ژبې او ادب په تاريخ کې د يوه بل ځلانده ستوري نوم تلپاتې شي.
زلمی خلیلزاد: د پاکستان حاکم رژیم دې له کورني اړو دوړ څخه د وتلو لپاره عملي حللارې وړاندې کړي3 فبروري 2026
پخوانی امريکايي ډيپلوماټ زلمی خلیزاد: د بلوچستان په اړه د پاکستان حکومت تګلاره ناکامه ده او پروني همغږي پراخ بریدونه ښيي چې وضعیت تر کنټرول وتلی1 فبروري 2026