د انادولو خبري اژانس د راپور له مخې، د ترکيې د بهرنيو چارو وزير د مرستيال «نوح ييلماز» او د انګلستان د بهرنيو چارو وزارت د مرستيال «هميش فالکونر» ترمنځ د ترکیې په انقره ښار کې غونډه شوې او د سوريې په امنيت، اقتصادي ودې، نړيوالو اړيکو او نورو مهمو برخو یې بحث او خبرې اترې کړي.
د سرچينې په خبره، د بريتانوي او ترکي چارواکو ترمنځ د سوریې په اړه د دغه بحث مهم ټکي د سوریې له لوري د نړيوالو ټولنو د ملګرتيا او مرستې وروسته د سوريې ملي پخلاينه او مرکزي حکومت جوړول، د سوريې اقتصادي برخه رغول او د ملګرو ملتونو په مرسته یې په پښو درول، او په راتلونکي کې په سوريه کې د وسله والو او ترهګرو ډلو فعاليت ته اجازه نه ورکول ګڼل کېږي.
ياده دې وي چې، سوريه کې د بشارالاسد رژيم له پرځېدو او واک ته د تحريرالشام غورځنګ له رسېدو را وروسته نوي حکومت په ډېر کم وخت کې لوی پرمختګونه کړي او د سياسي اړيکو د رغولو په شمول یې ګڼ شمېر بنسټيز کارونه کړي دي.