د افغانستان د صنعت او سوداگرۍ وزارت وايي، د ترکیې یو شمېر سوداگر او پانگه‌وال کابل ته راغلي دي او په افغانستان کې یې په گڼو برخو کې د پانگونې ژمنه کړې ده.د یاد وزارت مرستیال قدرت الله جمال وايي، د ترکیې سوداگرو په افغانستان کې د هوايي ډگرونو، برېښنا په تولید، صنعتي پارکونو او سوداگریزو ښارگوټو کې د پانگونې لپاره خپل چمتووالی ښودلی دی.د ښاغلي جمال په خبره، د دواړو هېوادونو په سوداگریزو اړیکو او د هېواد په خصوصي او دولتي سکتورونو لکه هوايي ډگرونه، د برېښنا په تولید، صنعتي پارکونو او د سوداگریزو ښارگوټو په بیارغونه کې د ترکي پانگه‌والو ونډه اړینه ده.: «داسې اړيکې د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداگريزې اړيکې لا نورې پياوړې کولی شي.»دی وايي، سوداگري او صنعت باید د سیاست ښکار نه شي. زموږ اقتصادي تگلارې له هر هېواد سره په اقتصادي موخو ولاړې دي. افغانستان له اسلامي هېوادونو سره سوداگریزو اړیکو ته لېواله دی.:«ډېرو اسلامي هېوادونو له افغانستان سره سوداگریزې اړیکې له پخوا څخه زیاتې ټینگې کړې او په افغانستان کې یې پانگونه هم کړې ده.»د ترکیې سربېره د نړۍ یو شمېر نورو هېوادونو هم په افغانستان کې د پانگونې ژمنه کړې ده. په افغانستان کې د بشپړ امنیت له امله د نړۍ گڼ شمېر هېوادونه غواړي چې په بېلابېلو برخو کې پانگونه وکړي.د اقتصادي چارو کارپوهان وايي، که افغان حکومت کورنیو او بهرنیو پانگه‌والو ته اسانتیاوې برابرې کړي، نو لرې نه ده چې گڼ پانگه‌وال به افغانستان ته راشي، چې ورسره به د هېواد اقتصاد ښه شي او په زرهاوو کسانو ته به د کار زمینه هم برابره شي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version