هندوکش‌غږ ته د رسېدلو معلوماتو پر اساس، د آی ایس آی یو لوړ رتبه هیئت به د نوې اونۍ په پیل کې، د ترکیې استانبول کې د تېر حکومت له چارواکو او بهر مېشتو جبهو له مشرانو سره لیدنې وکړي. هندوکش‌غږ ته د رسېدلو اطلاعاتو له مخې، په دغه لیدنه کې د احمد مسعود په شمول له عبدالرشید دوستم، صلاح الدین رباني، عبدالرب رسول سیاف، کریم خلیلي، محمد محقق او یو شمېر نورو څېرو سره د نویو معاملو په اړه هوکړې کېږي.

درې میاشتې وړاندې هم په ترکیه کې ورته ناسته ترسره شوې وه، همدا راز څه موده وړاندې د تاجکستان په منځګړیتوب هم د پاکستان د نظامي استخباراتو (آی ایس آی) مشر عاصم ملک د افغانستان د مخالفو ډلو له مشرانو سره لیدلي وو او پر یو شمېر مسایلو یې توافقات کړي وو.

هندوکش‌غږ ته سرچینو ویلي، په ترکیه کې د آی ایس آی د لوړ رتبه هیئت او سرپرست حکومت د مخالفو ډلو د مشرانو ترمنځ دغه تازه ناسته کې به هم یو شمېر توافقات وشي او پر یو شمېر مسایلو به مباحثې وشي، چې له جملې د مخالفو جبهاتو او داعش خراسان څانګې ترمنځ د هماهنګۍ په شمول، پر چینايي وګړو بریدونه، په پاکستان کې د مخالفو ډلو اړوند سیاسي دفترونو پرانیستل، په افغانستان کې د مېشتو ادعا شویو هغه ډلو په وړاندې ګډه مبارزه کول چې عملاً په پاکستان کې جنګېږي، د ډیورنډ کرښې په رسمیت پیژندل او یو شمېر نور مسایل د یادونې وړ دي.

هېره دې نه وي چې هندوکش‌غږ له دې وړاندې د آی ایس آی د یاد پلاوي د سفر په اړه اطلاعات خپاره کړي وو، چې تازه د ځینو رسنیو لخوا هم تائید شوي دي. د یادو اطلاعاتو له خپرېدو وروسته پاکستان په دغه هېواد کې د هندوکش‌غږ د ټولنیزو رسنیو ځینو ادرسونو ته لاس رسی محدود کړی او لا هم دغه محدودیتونه دوام لري.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version