په کابل کې د ترکیې سفیر جنک اونال د لوړو زده کړو وزارت له سرپرست شیخ ندا محمد ندیم سره په کتنه کې ویلي، هېواد یې چمتو دی چې د افغانستان له علمي بنسټونو سره په علمي او تحصیلي برخو کې همکاري وکړي.
د لوړو زدهکړو وزارت په وینا، ښاغلي اونال افغان پلاوي ته بلنه ورکړې، چې ترکیې ته سفر وکړي او د دغه هېواد د پوهنتونونو له علمي ظرفیتونو څخه ګټه واخلي.
د لوړو زده کړو وزارت سرپرست دغه راز د دواړو هېوادونو ترمنځ د علمي او تحصیلي اړیکو پر پراختیا ټینګار کړی او ویلي یې دي چې افغانستان په بېلابېلو علمي او تحصیلي برخو کې لا زیاتو همکاریو ته اړتیا لري.
په دې کتنه کې ښاغلي ندیم د افغانستان په پوهنتونونو کې د لیسانس او ماسټرۍ پروګرامونو د پیاوړتیا په برخه کې د ترکیې همکاري مهمه بللې.
دا په داسې حال کې ده، چې د لوړو زده کړو وزارت څه موده وړاندې ویلي وو، چې د اکاډمیکو بنسټونو د لا پیاوړتیا په موخه یې په خصوصي او دولتي پوهنتونونو کې د دوکتورا ۱۱ او د ماسټرۍ ۳۶ نوي څانګې پرانیستي دي.