Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»افغانستان»ترکیې د هرات له سیمه‌ییز روغتون سره د طبي درملو او وسایلو مرسته کړې.
    افغانستان

    ترکیې د هرات له سیمه‌ییز روغتون سره د طبي درملو او وسایلو مرسته کړې.

    عمران آغاعمران آغا20 جولای 2024څرگندونې نشته2 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د ترکیې د همکارۍ او همغږۍ اداره(ټیکا) وايي، د هرات له سیمه‌ییز روغتون سره یې د ۵۵زره امریکايي ډالرو په ارزښت د طبي وسایلو او درملو مرسته کړې ده.

    یادې ادارې ویلي، د هرات د سیمه‌ییز روغتون د سرطان څانگې ته یې ۴۰ روغتیايي وسایل او تجهیزات ورکړي دي.

    د ټیکا له لوري په خپره شوې خبرباپه کې ویل شوي، د سرطان له څانگې سره د ۴۰ طبي وسایلو ترڅنگ یې یوه اندازه درمل هم ورکړي دي.

    په هرات کې د ترکیې جنرال کونسل سینان الهان ویلي، د ټیکا دغه مرسته به نه لومړۍ وي او نه هم وروستۍ او هیله لري چې یاده اداره به له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې مرستو ته دوام وکړي؛ ځکه په افغانستان کې د نورو برخو سربېره روغتیايي برخه هم مرستو ته اړتیا لري.

    په هرات کې د ټیکا همغږي کوونکي عرفات دینیز بیا ویلي، دې ادارې د هرات د سیمه‌ییز روغتون د سرطان څانگې ظرفیت له ۱۲ بسترونو څځه ۲۰ ته لوړ کړی او د سرطان اړوند ټول وسایل یې هم په واک کې ورکړي دي.

    د هرات په سیمه‌ییز روغتون کې د سرطان د تشخیص او درملنې څانگه له څه باندې څلورو کلونو راهیسې فعاله ده. د دغه روغتون د مسوولینو په وینا، په تېرو څلورو کلونو کې هلته د سرطان ۲۳۰۰ ناروغان تشخیص او تداوي شوي دي.

    اوسمهال د هرات سربېره په کابل کې هم د سرطان د ناروغانو درملنه شونې شوې ده؛ خو افغانستان لا هم د سیمې په کچه دومره طبي وسایل، تجهیزات او د دې برخې متخصص ډاکټران نه لري چې د سرطان ناروغانو درملنه په بشپړ ډول په کور دننه وشي.

    مخکینۍ مقالهژیرنوف: د افغانستان او روسیې تر منځ دوه اړخیزه سوداګري زیاته شوې
    راتلونکي مقاله ترانسپورت وزارت: په کوټه کې د بار وړوونکو موټرو ته د (TAD) سند وېشلو لړۍ پیل شوه.

    مربوطه لیکنې

    له ګاونډیو هېوادونو ۴۸۸ کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې شوې

    7 جون 2026

    اسلام‌ کلا بندر کې د بې ‌کیفیته توکو دوه محمولې مسترد شوې

    6 جون 2026

    د کابل او مسکو ترمنځ د دوه اړخیزو سوداګریزو او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې شوي

    6 جون 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    منځنی ختیځ 7 جون 2026

    له حزب الله سره نښتو کې دوه نور صهیونیستي پوځیان وژل شوي

    رویټرز راپور ورکړی، چې د لبنان په جنوب کې د روانو نښتو پر مهال دوه…

    له ګاونډیو هېوادونو ۴۸۸ کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې شوې

    7 جون 2026

    سنټکام: دوه ایراني بې‌پیلوټه الوتکې مو نسکورې کړې

    7 جون 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    له حزب الله سره نښتو کې دوه نور صهیونیستي پوځیان وژل شوي

    7 جون 2026

    له ګاونډیو هېوادونو ۴۸۸ کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې شوې

    7 جون 2026

    سنټکام: دوه ایراني بې‌پیلوټه الوتکې مو نسکورې کړې

    7 جون 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،165 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،103 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،206 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.