د ملګرو ملتونو امنیت شورا په ناموجه توګه او د واقعیتونو په خلاف، د افغان حکومت پر چارواکو او په ټوله کې پر افغانستان د بندیزونو د نظارت کمیټې فعالیت تر یوه بل کال پورې تمدید کړ. په دغو بندیزونو کې د افغانستان مالي او بانکي سکټور، سوداګري، د چارواکو سفرونه او دغه راز د افغانستان د ودې او ښېرازۍ برخې په نښه شوې دي. دغه بندیزونه له نږدې تېرو پنځو کلونو راهیسې پر افغانستان لګېدلي، چې تر ټولو ډېر زیان یې عام ولس، سوداګرو، پانګوالو او افغانستان ته بېرته راستنېدونکو کډوالو ته اوښتی او د دوی پر ژوند یې خورا ډېر منفي اغېز کړی دی. اوس د یوه بل کال لپاره د دغو ناقانونه او بشر ضد بندیزونو دوام دا ښيي چې ملګري ملتونه او په ځانګړې توګه امنیت شورا د افغانستان له خلکو او ولس سره دوه ګونی چلند کوي او په افغانستان کې د اوسنۍ بېوزلۍ او اقتصادي ستونزو اصلي عاملین همدوی دي.

د ملګرو ملتونو دغو بندیزونو ته غبرګونونه هم وېشلي دي، ځینې افغانستان او افغان ضد کړیو یې هرکلی کړی او په دې خوښ دي، چې په افغانستان کې مېشت میلیونونه نفوس باید تر دې لا زیات وکړېږي، ځکه چې اوس دوی پر ولس هغه ډول سوداګري او تجارت نه شي کولی چې پخوا یې کاوه، دا ډله هغه کسان او مهرې دي، چې له اوږدې مودې راهیسې یې افغانستان او افغانانو ته نه جبرانېدونکي زیانونه اړولي او اوس هم په بهرنیو هېوادونو کې مېشت دي، د افغانستان او افغانانو پر ضد منفي او زهرجن تبلیغات کوي او د اوسني ثبات او امنیت د ګډوډۍ لپاره دسیسې جوړوي.

دویمه ډله کسان په دې نظر دي، چې دا بندیزونه د افغانستان د اوسني نفوس او خلکو کړاو لا پسې اوږدوي او هغه اهداف چې امنیت شورا یې له دغو بندیزونو ترلاسه کول غواړي، په هېڅ صورت نه ترلاسه کېږي. دوی په دې باور دي چې په اوسني حساس وخت کې باید له افغانستان او افغانانو سره مرسته وشي، لاسنیوی یې وشي، د کډوالۍ، بدیل معیشت، ثبات د پیاوړتیا، د ګډو ګټو د خوندیتوب او دغه راز په ټوله کې د افغانستان او سیمې د ښېرازۍ په موخه له دغه هېواد سره له کوم قید او شرط پرته همکارۍ وشي او یا لږ تر لږه ستونزې ورته جوړې نه شي، ترڅو افغانستان وکولی شي چې په هره برخه کې پر خپلو پښو ودرېږي. اوسني افغان حکومت هم دا بندیزونه غندلي او دا یې د افغان ولس د کړاو د اوږدېدو په معنی بللي دي.

د پام وړ خبره دا ده، چې همدا ملګري ملتونه او امنیت شورا نږدې هره میاشت د افغانستان په اړه راپورونه خپروي، افغانستان د بشري بحران کوربه بولي او په اړه یې د تمساح اوښکې تویوي، کله وايي چې دا هېواد موږ او نړۍ ته ګواښ پېښوي، کله د کډوالو په اړه اندېښنې ښيي او کله یوه او کله بله بهانه کوي، خو د دغو ستونزو باوجود، بیا پر افغانستان ظالمانه بندیزونه لګوي، سوداګري یې محدودوي، پر بانکونو یې بندیزونه لګوي، اقتصاد یې کمزوری کوي، کډوال ورته رالېږي او په ټوله کې افغانستان او افغانانو ته ستونزې جوړوي او د دې فرصت نه ورکوي ترڅو پر خپلو پښو ودرېږي. دوی د همدې بشري ناورین او بېوزلۍ اصلي عاملین دي، چې د دوی په خبره په افغانستان کې شته.

په ټوله کې ویلی شو، چې پر افغانستان اوسني ناموجه، ناقانونه او بې معنی بندیزونه د ټولو انساني او بشري اصولو خلاف او له اوسنیو عیني واقعیتونو سره په ټکر کې دي؛ دا له افغانستان او افغانانو سره دوه ګونی چلند دی، دغه بندیزونه یوازې د افغان ماشومانو، مېرمنو، بوډاګانو، بېرته راستنېدونکو، معلولینو، معیوبینو او په ټوله کې ولسي وګړو ژوند تریخوي، دا بندیزونه یوازې هغو څو کسانو او ډلو ټپلو ته ګټه رسوي، چې غواړي افغانستان کمزوری وي، نورې نړۍ ته دې محتاج وي، پر نورو دې متکي وي، فساد دې پکې وي، په لویه کچه دې کوکنار او نور نشه‌يي توکي کرلي وي او مرکزي حکومت دې ونه لري.

په دغه ډول بندیزونو نړۍ په افغانستان هېڅکله خپلې غوښتنې نه شي تحمیلولای او نه پرې خپل فرمایشات منلی شي. نړۍ د دغه کار لپاره هم نظامي فشار وکاراوه او هم یې له پنځو کلونو راهیسې اقتصادي بندیزونه لګولي دي، خو پایله یې صفر ده، هېچا یې نه غوښتنه ومنل او نه یې هم فرمایشونو ته غاړه کېښوده، دا یوازې د افغانستان د اوسني حکومت دریځ نه، بلکې د ټولو افغانانو ګډ دریځ دی او دا یې هم په هر وخت او هر ډګر کې ثابت کړی دی. نو نړیوالې ټولنې ته ښايي چې د افغانستان اوسني واقعیتونه په پرانیستو سترګو وګوري، افغانستان ته د یوه سیال هېواد په سترګه وګوري، له اوسني ثبات، امنیت او بالقوه پوټنشیل څخه دې ګټه واخلي، افغانستان ته دې د یوه ګواښ او دښمن په سترګه نه، بلکې د یوه لوی اقتصادي محرک او ځواک په سترګه وګوري او د سیمې او نړۍ د ثبات، سوداګرۍ، اقتصاد او زېربناوو د پراختیا لپاره دې یې له موجوده فرصتونو ګټه واخلي.

یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version