په تېرو کلونو کې د افغان حکومت د مخالفینو تر ټولو مهمه ځانګړنه نه یوازې د قدرت له لاسه ورکول وو، بلکې د خپل منځي بې باورۍ، سیاسي ټوټه کېدو او د ګډ روایت نشتوالی هم و. دا حالت له نظامي جبهاتو پیل شو او ورو ورو تر سیاسي حرکتونو او ګوندونو پورې وغځېد، تر دې چې په دې وروستیو کې د حنیف اتمر په مشرۍ د «سولې او عدالت حرکت» هم د همدې کړکېچ ښکار ګرځېدلی.

د افغان حکومت د سیاسي مخالفینو ترمنځ د بې باورۍ فضا د یوې ورځې یا یوې پېښې محصول نه دی، بلکې د څو کلونو د ناکامو تجربو، نیمګړو ائتلافونو او د ګډ هدف د نشتوالي پایله ده. هره ډله ځان د بدیل په توګه معرفي کوي، خو د بدیل تعریف یې نه یوازې متفاوت، بلکې کله ناکله متضاد وي، چې همدې تضاد د سیاسي همغږۍ امکان کم کړی.

په نظامي پړاو کې اختلافات تر ډېره د منابعو، قوماندې او بهرني ملاتړ پر سر وو، تر دې چې تر فزیکي حذف پورې ورسېدل او لا هم جریان لري. خو کله چې اختلافات سیاسي میدان ته ورسېدل، اختلافات لا ژور او حساس شول، ځکه سیاسي مشروعیت د وسلې په پرتله ډېر ظریف بنسټ غواړي. له همدې امله، هغه درزونه چې پخوا پټ وو، اوس په اعلامیو او رسنیو کې ښکاره شوي دي.

د پخوانیو جنګي او تنظیمي جریانونو لکه حزب وحدت، جنبش، مقاومت او نورو ترمنځ د اعتماد ستونزه لا هم نه ده حل شوې، بلکې لا ډېره شوې او هره ورځ یې غړي لار ترې جلا کوي. هر ګوند او ډله هڅه کوي خپل تاریخي وزن وساتي، خو د نوي سیاسي واقعیت لپاره ګډ چوکاټ نه شي جوړولی.

په عمومي توګه، د افغان حکومت د مخالفینو ترمنځ رقابت تر ډېره شخصي بڼه لري. کله چې سیاست د اشخاصو پر محور ګرځي، اختلافات شخصي کېږي او حل یې د تل لپاره ستونزمن وي، ځکه عادي اختلاف په لا ډېرو شخړو بدلېږي. همدا راز د نړیوالو لوبغاړو غیر واضح دریځ هم د بې باورۍ یوه سرچینه ده؛ هره ډله هڅه کوي ځان د احتمالي ملاتړ مستحق وښيي، چې دا سیالي داخلي اړیکې نورې هم خرابوي. په داسې فضا کې ګډ دریځ جوړول ډېر سخت وي.

د سولې او عدالت حرکت چې د اتمر له لوري رامنځته شو، په پیل کې د ځینو لوریو له خوا داسې انګېرل کېده، چې ښايي له افغاني ټولنې د ایسته شوو سیاسیونو په ټوټه شوې فضا کې یو منځنی، عقلاني او تخنیکي بدیل وړاندې کړي، خو د وخت په تېرېدو څرګنده شوه چې دا حرکت هم له هماغو ستونزو سره مخ دی چې نور مخالف جریانونه ورسره لاس او ګرېوان دي.

په دې اساس، د سولې او عدالت حرکت یوازې د نوم، اعلامیې او د تېر سیاسي وزن تکیه د باور خلا نه شي ډکولای. دا حرکت نه دی توانېدلی چې یو مستقل، روښانه او د عمل وړ مسیر وړاندې کړي او نه یې د هغو ژورو اختلافاتو حل ته کوم عملي چوکاټ جوړ کړی، چې خپله هم ورسره مخ دي. ځکه نو منطقي نتیجه دا ده، چې دا ډول جوړښتونه د بدیل پر ځای د سیاسي سرګردانۍ دوام منعکسوي؛ تر هغو چې بنسټیز بدلون، روښانه لید او واقعي حساب ورکونه موجوده نه وي، د داسې حرکتونو پر وړاندې شک او رد یو طبیعي او معقول دریځ ګڼل کېږي او په پایله کې به له خپل منځي اختلافاتو د انشعاب لور ته ځي.

یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version