د الجزیرې خبریال انس الشریف، چې تازه پر غزې ښار د صهیونیستي رژیم په هوایي برید کې شهید شوی، په خپلې وصیت‌نامې کې یې له خلکو غوښتي، چې د فلسطین قضیه دې له وېرې پرته ژوندۍ وساتي.

نوموړي ټینګار کړی، چې د خپل ولس د ملاتړ لپاره یې تر خپله وسه کار کړی، له ماشومتوبه یې د جبالیا په کوڅو کې ژوند تېر کړی او هیله یې درلوده، چې خپل اصلي ټاټوبي (بیت المقدس) ته به ستنېږي؛ خو په خبره یې «د الله‌جل‌جلاله اراده بله وه.»

د هغه په وصیت‌نامه کې چې الجزیرې خپره کړې، وړاندې راغلي چې د خپل ژوند په اوږدو کې یې درد او غربت تجربه کړل، خو هېڅکله یې د رښتیا په رسولو کې درېغ ونه‌کړ.

هغه د فلسطین د خلکو او بې‌ګناه ماشومانو د قضیې د ژوندۍ ساتلو په اړه له خلکو غوښتي، چې د بندیزونو او سرحدونو له وېرې په دې برخه کې چوپ پاتې نه شي.

دغه راز یې ویلي: «په خپله عقیده ټینګ ولاړ یم، له خدای سره په لیدو خوشحاله یم او هیله لرم چې زما وینه به د ازادۍ لپاره رنګ راوړي او له خلکو څخه د خپل اهل او عیال د ملاتړ غوښتنه کوم.»

شهید انس الشریف د خپلې وصیت نامې په پاي کې د نړۍ له خلکو غوښتې: «غزه او ما له خپلو دعاوو مه هېروئ.»

د ویلو ده، چې انس الشریف تېره شپه د غزې ښار الشفاء طبي کمپلکس ته څېرمه د صهیونیستي رژیم په هوایي برید کې له خپلو څلورو نورو همکارانو سره په شهادت ورسېد.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version