د ایران تسنیم خبري اژانس په یوه راپور کې ویلي، چې له دویمې نړیوالې جګړې راهیسې له صهیونیستي اسرائیلو سره د امریکا مرستې له ۳۰۰ میلیارده ډالرو څخه اوښتې دي، چې په کې پوځي او اقتصادي مرستې شاملې دي.

د راپور له مخې، دې چارې صهیونیستي رژیم په معاصر تاریخ کې د امریکا د بهرنیو مرستو په تر ټولو لوی ترلاسه کوونکي بدل کړی دی.

په راپور کې راغلي، چې د صهیونیستي رژیم او امریکا ترمنځ دا اړیکه په ۱۹۶۰مه لسیزه کې د امریکا له خوا پر یاد رژیم د دفاعي توغندیو له پلورلو سره پیل شوه.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version