د کور او ښار جوړولو وزارت وايي، تورخم کې د بېرته راستنېدونکو کډوالو په پنډغالي کې نورې اسانتیاوې هم برابرېږي.


له یاد وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، د تورخم ښارگوټي کې د بېرته راستنېدونکو کډوالو لپاره په ځانگړي شوي پڼدغالي کې د تگ راتگ لارې، عمومي او فرعي واټونو افقي تگ لیکه د بیا ځل لپاره جوړ شوي دي.


په خبرپاڼه کې د ننگرهار د کور او ښار جوړولو رئیس مولوي محمد نبي سعیدي له قوله ویل شوي، په یاد ښارگوټي کې د اوبو رسولو شبکه هم له پخوا ښه شوې ده.


د سعیدي په خبره، د یاد ریاست تخنیکي ډله هره ورځ د یاد ښارگوټي له ودانیزو او رغنیزو چارو څخه لیدنه کوي.


په تورخم کې د هغو افغان کډوالو لپاره یو پڼدغالی جوړ شوی، چې له پاکستان څخه راستنېږي. په دغه پنډغالي کې روغتیايي مرکزونه، د اوبو رسولو شبکه، برېښنا، انټرنېټ او د زده‌کړو مرکزونه جوړ شوي دي، چې راستنېدونکو کډوالو لپاره چوپړتیاوې وړاندې کوي.


له پاکستان څخه د افغان کډوالو په زور راستنېدو لړۍ بیا چټکه شوې ده، چې هره ورځ د تورخم سربېره په غلام خان بندر، سپین بولدک او نوې اډه لسگونه کورنۍ راستنېږي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version