د ټاپي پروژې اجرائیوي مشر محمد میرات امانوف په پاریس کې د انرژۍ په اړه د ترکمنستان د پانگونې په غونډه کې ویلي، چې هېواد یې د ټاپي پروژې بشپړولو ته ژمن دی.
نوموړي ویلي، له نړیوالو قوانینو سره سم په دغه برخه کې پرمختگ شوی او د ترکمنستان گاز به د افغانستان له لارې پاکستان او هندوستان ته ولېږدول شي.
نوموړي ویلي، هېواد یې د ټاپي د طبیعي گاز نللیکې جوړولو په برخه کې د پاموړ پرمختگ کړی، چې موخه یې سوېلي اسیا ته په کال کې ۲۳ مېلیارده متر مکعب گاز رسول دي.
د امانوف په خبره، په ترکمنستان کې د گاز نللیکې د غځولو چارې بشپړې شوې او په نورو هېوادونو کې هم د گازو د نللیکې په اړه خبرې روانې دي.
د ټاپي ګازو پایپلاین ۱۸۰۰کیلومتره واټن ولري، چې له ترکمنستان څخه د افغانستان او پاکستان له لارې هند ته لیږدول کېږي.
د دې نللیکې ۱۴۷کیلومتره به د ترکمنستان په خاوره کې او ۷۳۵ کیلومتره به یې افغانستان کې چې له هرات، فراه، هلمند او کندهار ولایتونو تېرېږي او ترڅنګ یې ۸۰۰ کیلو مترو په اوږدوالي له پاکستان څخه لېږدول کېږي.
افغانستان به د دې پروژې له لارې هر کال کابو ۵۰۰ېیلیون ډالره د ترانزیت او کله چې د ټاپي پروژه بشپړه شوه، نو تر لسو کلونو۵۰۰ مېلیونه مترمکعبه ګاز او تر شلو کلونو پورې به یو میلیارد مترمکعب گاز تر لاسه کوي.
د ټاپي د گازو د نللیکې په وسیله به هر کال ۲۳مېلیارده مترمکعب گاز لېږدول کېږي.