
الجزیرې ټلویزیون خبر ورکړی، چې د تونس هېواد يوې محکمې د يوه تونسي ځوان له لوري پر فسبوک د تونس په ولسمشر د نيوکې، سپکاوي او د تونس دولت پر سرتاسري امنيت د تورونو لګولو له امله هغه ته د اعدام سزا ورکړې ده.
په اعدام محکوم شوی صابر شوشان کوم سياسي فعال نه دی، بلکې يو عادي سړی دی چې زدهکړې يې محدودې دي او پر فسبوک به یې د ولسمشر پر ضد ليکنې ليکلې او نشر کولې.
دغه پرېکړه په تونس کې د انټرنېټي جرمونو د سزا په برخه کې بېساري بلل شوې او پر ټولنيزو رسنيو یې په پراخه کچه غبرګونونه راپارولي دي.
ياده دې وي، چې د تونس ولسمشر قيس سعيد په ۲۰۲۱ کال کې په يوه فرمان کې د دغه هېواد پارلمان هم منحل کړی او په نورو برخو کې یې هم جدي پرېکړې ترسره کړې دي.