له خیبر پښتونخوا د هندوکش‌غږ ځایي سرچینو ویلي، چې د خیبر ایجنسۍ تېراه ولسوالۍ کې پاکستاني طالبانو د پوځ پر کاروان بمي چادونه ترسره کړې، چې په ترڅ کې یې شپږ پوځیان هلاک شوي دي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې یاد برید تېره ورځ د تیرا ولسوالۍ په شولان سیمه کې شوی او د پاکستان حکومت د تل په څېر د دې برید په اړه هم څه نه دي ویلي.

د یادونې وړ ده چې تېره ورځ پاکستاني طالبانو د خیبر پښتونخوا په څو نورو سیمو کې هم پر پاکستاني پوځیانو او استخباراتي کارکوونکو مرګوني بریدونه ترسره کړي دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version