
د سرپرست حکومت مرستیال ویاند ملا حمدالله فطرت د پاکستان د لومړي وزیر شهباز شریف هغه څرګندونې، چې ګواکې افغانستان کې د ځینو وسلهوالو ډلو عملیات تنظمیږي، رد کړي او ویلي یې دي، چې د دغه هېواد دننه امنیتي پېښې له افغانستان سره هیڅ راز تړاو نه لري او یاد هېواد دې خپلې ستونزې په کور دننه حل کړي.
ښاغلي فطرت ټینګار کړی، چې یاد هېواد کې امنیتي ستونزې د دغه هېواد کورني مسائل دي او پاکستان دې د خپلو ناکامیو پړه پر افغانستان نه ور اچوي.