د ټولګټو چارو وزارت ویاند، محمد اشرف حقشناس وایي، چې په تېره یوه اوونۍ کې (د لړم میاشتې له ۱۶مې تر ۲۲مې نېټې پورې) د دغه وزارت د اوسپنې پټلۍ له لارې ۱۳۵ زره او ۴۹۴ مټریک ټنه انتقالات شوي دي.
د نوموړي په وینا، په یاده موده کې تر ټولو ډېر انتقالات د حیرتان، تورغونډۍ، آقینې او هرات-خواف بندرونو له لارې شوي.
حقشناس زیاته کړې، چې د انتقالاتو له منځه ۵۸۸ ټنه صادرات دي، چې لویه برخه یې وچه مېوه او د انارو جوس تشکیلوي.
نوموړي ډاډ ورکړی، چې ټولګټو وزارت هڅه کوي، ترڅو د لا زیاتو انتقالاتو لپاره مناسب شرایط برابر کړي.
