بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره په مدینه منوره کې د ټرافیکي پېښې له امله د هندي عمره کوونکو پر مرګژوبلې خواشیني ښودلې.
وزارت د هند حکومت او د قربانیانو کورنیو ته د تسلیت مراتب وړاندې کړي او ټپیانو ته یې د عاجلې روغتیا غوښتنه کړې ده.
د یادونې ده چې تېره ورځ د سعودي عربستان په مدینه منوره ښار کې په یوه ټرافیکي پېښه کې ۴۳ تنه هندي عمره کوونکي شهیدان او یو شمېر نور ټپیان شوي وو.
