د افغانستان د اوسپنې پټلۍ اداره وايي، تېره اوونۍ د اوسپنې پټلۍ له لارې (۸۷۴۴۵) مټریک ټنه توکي لېږدل شوي دي.

له یادې ادارې څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، تېره اوونۍ د حیرتان اوسپنې پټلۍ له لارې (۷۰۸۸۳) ټنه، د آقینې اوسپنې پټلۍ له لارې (۶۵۵۲) ټنه او د تورغونډۍ اوسپنې پټلۍ له لارې (۱۰۰۱۰) ټنه انتقالات چې ټولټال (۸۷۴۴۵) ټنه نفتي، غیر نفتي او نور توکي دي، هېواد ته وارد او صادر شوي دي.د خبرپاڼې له مخې، د انتقالاتو له ډلې یوه برخه ټرانزيټ او صادرات دي، په تیره اوونۍ کې (۶۱۱) ټنه ټرانزيټ او صادرات شوي، چې لویه برخه یې وچه مېوه، کينو او د آنارو جوس دي.

د افغانستان د اوسپنې پټلۍ اداره هڅه کوي، ترڅو د لا زیاتو انتقالاتو لپاره مناسب شرایط برابر او سوداگرو ته اړینې اسانتیاوې چمتو کړي.

اوسمهال د اوسپنې پټلۍ له لارې هېواد ته گڼ توکي وارد او هم له دې لارې گڼ توکي د نړۍ بازارونو ته صادرېږي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version