د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون ویلي، چې تېره ورځ (پنجشنبه) له ایران او پاکستانه څه باندې درې زره افغان کډوال هېواد ته راستانه شوي دي.

یاد کډوال د هرات د اسلام‌کلا، د نیمروز ورېښمو پله، د هلمند د بهرامچې، د کندهار سپین‌بولدک او د ننګرهار د تورخم له لارو راستانه شوي دي.

سرچینې ویلي، چې تېره ورځ ۹۰۴ راستنې شوې کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۵۰۴۵ کسان کېږي، خپلو سیمو ته لېږدول شوې او له ۶۶۰ کورنیو سره مرسته هم شوې ده.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version