د راپورونو پر بنسټ، جنرال اکرام الدین سریع چې د مقاومت جبهې مهم مشر و، تېره شپه د ایران په تهران کې د نامعلومه وسلوالو له‌خوا وژل شوی دی. سریع په ایران کې د «لوی شمالي» په نوم د یوې شورا مشري هم په غاړه درلوده او له دې لارې یې پخواني افسران مقاومت جبهې ته جذبول.

مقاومت جبهه چې له تېرو څلورو کلونو راهیسې د خپل‌منځي اختلافاتو کوربه ده، د نورو څېرو ترڅنګ یې اکرام الدین سریع هم قرباني شو او له منځه لاړ. په مقاومت جبهه کې د پیسو او شخصي ګټو پر سر ناندریو هر ځل د دغه ډلې یوه برجسته څېره له منځه وړې ده او درزونه یې لا پراخ کړي دي.

مقاومت جبهه نه یوازې دا چې له آزادۍ جبهې سره په سختو رقابتونو کې ښکېل ده، بلکې د خپل‌منځي اختلافاتو ښکار هم ګرځېدلې ده، چې د دغه ډلې په منځ کې یې انشعاب رامنځته کړی، فعالیتونه یې له خنډ سره مخ شوي او د نورو ډلو په څېر منزوي شوې ده.

اکرام الدین سریع په ایران کې له مېشتېدنې وروسته، له یو شمېر پخوانیو نظامیانو سره هم په شخصي شخړو او غیر قانوني فعالیتونو کې ښکېل و، چې له کبله یې وړاندې د ایران د امنیتي ځواکونو له خوا هم نیول شوی و.

یو شمېر پخوانیو چارواکو او د مقاومت ډلې غړو د نوموړي وژل کېدل غندلي، خو د داخلي اختلافاتو هغه واقعیت یې نه ده برملا کړی، چې له کبله یې د دغه ډلې مهم غړی ووژل شو.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version