‏د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون خبر ورکړی، چې تېره ورځ ۵۰۱ کډوالې کورنۍ چې د غړو شمېر یې دوه زره ۷۳۰ تنو ته رسېږي له بېلابېلو لارو هېواد ته راستانه شوي.

یاد کمېسیون ویلي، یادې کډوالې کورنۍ د تورخم، سپین‌بولدک، بهرامچې، ورېښمو پل او اسلام کلا له لارو هېواد ته راستانه شوي.

دا په داسې حال کې ده، چې وړمه ورځ هم څه باندې درې زره کډوال له ایران او پاکستان څخه اخراج او افغانستان ته راستانه شوي دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version