د اروپا د هواپېژندنې یوه اداره وايي، د تېرې یک‌شنبې ورځ د جولای ۲۱مه چې د سرطان مياشتې له ۳۱ مې سره برابره وه د نړۍ په کچه تر ټولو توده ورځ ثبت شوه.

د اروپايي ټولنې د کوپرنیک د اقلیمي بدلون د خدماتو مرکز اعلان وکړ چې، د ځمکې د کرې د تودوخې متوسطه درجه په‌دې ورځ د سانتي ګراد ۱۷،۰۹ درجې وه، په‌داسې حال کې چې د تېرکال په جولای کې د تودوخې لوړه درجه ۱۷،۰۸ وه.

دا په داسې حال کې ده چې په تېره یوه اوونۍ کې د تودوخې څپې د متحده‌ایالاتو، اروپا او روسیې پراخې سیمې وسوځولې.

کوپرنیک مرکز رویټرز خبري اژانس ته تایید کړې ده چې، د تېرکال په جولای میاشت کې د دوی له‌خوا د تودوخې ثبت شوی ریکارډ، د یک‌شنبې په ورځ مات شو.
د يادونې وړ ده چې د نړۍ د تودوخې کچه په وروستيو څو کلونو کې په بې ساري ډول پورته روانه ده او په يو شمېر تودو سيمو لکه هند، پاکستان، بنګلديش او نورو کې هر کال د تودوخې له امله لسګونه زره کسان مړه او ناروغان کېږي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version