د اطلاعاتو او کلتور وزارت وايي، د دغه وزارت د کلتور او هنر معین عتیق الله عزیزي د چین د کلتوري چارو مرستیال لي کن سره لیدلي او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې په کلتوري او لرغونو مسئایلو خبرې کړې دي.

له یاد وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، دواړو لورو د چين او افغانستان پر اقتصادي، سیاسي، فرهنگي اړیکو سربېره د هېواد د تاریخي ابدو، ملي موزیم، په مس‌عینک کې د تاريخي اثارو استحکام او یو شمېر نورو موضوعاتو خبرې وکړې.

په دې لیدنه کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د کلتور او هنر معین ویلي، افغانستان او چین له تېرو ٢ زرو کلونو راهیسې تاریخي او فرهنگي اړیکې لري، له پينځو لسیزو وروسته افغانستان د دې چانس لري، چې تاریخي ابدې يې ورغول شي.

ښاغلي عزیزي له چین څخه غوښتي د افغانستان د تاریخي سیمو د ساتنې د مهارتونو د شریکولو په برخه کې همکاري وکړي.

د چین د کلتوري چارو مرستیال لي کن ویلي، چين او افغانستان گډ تاریخي او فرهنگي مشترکات لري. د چين حکومت د اسلامي امارت سره د افغانستان د تاريخي ابدو د ساتنې او بیا رغونې ترڅنگ د اثارو د استحکام لپاره پوره چمتووالی لري.

د یو بل خبر له مخې، د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ځوانانو چارو معینیت په لیلیه کې د زرغون چاپېریال پروژه چې د ترکیې د همغږۍ او همکارۍ ادارې(ټیکا) په مالي همکارۍ پیل شوې وه، گټه اخیستنې ته سپارل شوې ده.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version