له کورنیو چارو وزارت څخه د خپرو شویو معلوماتو له مخې؛ د بلخ ولایت د امنیه قومندانۍ له ترهګرۍ سره د مبارزې پولیسو د یاد ولایت په مرکز او بېلابېلو ولسوالیو کې د وروستیو دوه میاشتو په موده کې ۴۲ میله درنې او سپکې وسلې له نظامي تجهیزات سره کشف او تر لاسه کړي دي.
د افغانستان اسلامي امارت د کورنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې د دغو وسلو او تجهیزاتو په تړاو پینځه تنه د افغان امنیتي ځواکونو له خوا نیول شوي.