د غزې روغتیا وزارت وایي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د صهیونیستي رژیم په هوایي بریدونو کې ۸۶ تنه فلسطیني وګړي شهیدان او ۲۸۷ نور ټپیان شوي دي.

د سرچینې د معلوماتو له‌مخې د ۲۰۲۵ کال مارچ له ۲۸مې راهیسې د یاد رژیم په بریدونو کې ټولټال ۱۲۴۹ تنه شهیدان او ۳۰۲۲ تنه نور ټپیان شوي دي.

د غزې روغتیا وزارت د شمېرو له مخې پر غزې تړانګې د اسرائیلي رژیم د بریدونو له پیل راهیسې په ټولیزه توګه ۵۰ زره او ۶۰۹ تنه فلسطینیان شهیدان، ۱۱۵ زره او ۶۳ تنه ټپیان شوي او د څه د پاسه ۱۱ زره شهیدانو جسدونه تر خاورو لاندې بند پاتې دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version