شېر کړئ Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp د سرپرست حکومت مرکزي ویاند ذبیح الله مجاهد وایي، د هېواد د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي سعودي عربستان ته تللی.ښاغلي مجاهد سعودي عربستان ته د ښاغلي متقي دغه سفر د دواړو هېوادونو د اړیکو د پياوړتیا په برخه کې مهم ګام بللی دی. ښاغلي مجاهد پر خپلې اېکسپاڼې لیکلي: «د سعودي عربستان د چارواکو له لوري د وزير صاحب دروند هرکلی او عالي پروټوکول د یاد هیواد د ښه نيت او ښو اړيکو څرګندونه کوي.»