د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت مسؤلینو د خپلو یو کلنو لاسته راوړنو پروګرام کې وویل، چې په تېر یو کال کې تر دوه میلیونه ډېر افغانان هېواد ته راستانه او ۹زره او ۹۵۱ افغان بندیان د ایران او پاکستان له بندخونو خوشې شوي دي.

د دغه وزارت په وینا؛ په تېرو درېیو میاشتو کې یو میلیون او ۸۰۰زره کډوال له ایرانه ایستل شوي دي.

د مسؤلینو په خبره، په پاکستان کې د کډوالو شاوخوا ۱.۴ مېلیونه استوګنیز اسناد تمدید شوي او د پاکستان، ایران او نورو هېوادونو نه ۶۰۰ افغان کډوال د حج مراسمو د ترسراوي لپاره سعودي عربستان ته استول شوي دي.

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت د معلوماتو پر بنسټ؛ تېر کال د ملي او نړۍوالو ادارو او ګاونډیو هېوادونو له سفیرانو سره د کډوالو د ستونزو د حل په موخه ۱۰۸ غونډې او کنفرانسونه جوړ شوي دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version