د رياست الوزراء اقتصادي معاونيت په يوه خبرپاڼه کې وايي، چې د کابل ولایت، استالف ولسوالۍ کې په ۱۲۸ جريبه ځمکه د ۸ ميليونه ډالرو په پانګونې د افغان سمون په نوم د هېواد په کچه د مميزو د پروسس تر ټولو ستره فابريکه پرانيستل شوه، چې په کلني ډول د لس زره ټنه مميزو د پروسس ظرفيت لري.
د سرچينې په خبره ملا عبدالغني برادر د دې فابریکې د فعالیت پيل د کرنیزو محصولاتو د ارزښت لوړولو په برخه کې مهم ګام یاد کړی او په خبره یې د صادراتو په معیاري کېدو سربېره به سلګونو هېوادوالو ته د کار زمینه هم برابره شي.
ښاغلي برادر همدا راز بهر ته د کرنیزو محصولاتو د صادراتو پر کیفیت او بستهبندۍ ټینګار کړی او دا یې د افغانستان د اعتبار او سوداګریزو اړیکو لپاره مهم ګام ګڼلی دی.
د یادونې وړ ده چې د افغان سمون د ممیزو د پروسس فابریکه په ۱۲۸ جریبه ځمکه جوړه شوې، ۸ میلیون ډالر پانګونه پکې شوې او په کلني ډول د ۱۰ زره ټنه ممیزو د پروسس وړتیا لري.
د يادونې وړ ده، چې د دغې فابریکې له لوري پروسس او بستهبندي شوي ممیز به روسیې، سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو، هند، کاناډا، امریکا، برېټانیا او د ختیځې اسیا هېوادونو ته صادر شي.