د المپيک کمېټې، بدني روزنې او سپورټ عمومي رياست مسئولینو د امارتي ادارو د يو کلنو لاسته راوړنو د تشريح پروګرام په خبري کنفرانس کې وویل: په تېر کال کې د هېواد په کچه، څلور زره تشويقي، مناسبتي او رسمي سيالۍ ترسره شوي دي.مسئولینو زیاته کړه، چې د تېر يوه کال په ترڅ کې د هېواد ورزشکارانو په ٩٨ بهرنيو سياليو کې برخه اخیستې او د سرو زرو ٢٢، د سپينو زرو ٣٠ او د برونزو ۴۰ مډالونو په ګډون يې ټول ٩٢ مډالونه ګټلي دي.

مسئولینو، د المپیک په اسیايي سیالیو کې د ۵ مډالونو ګټل، نړیوال جام ته د فوټسال ملي لوبډلې لار موندل، د کافا په سیالیو کې د افغانستان د فوټبال د ۱۷ کلنو ملي لوبډلې اتلولي او په G2 سیالیو کې د تکواندو ملي لوبډلې قهرماني؛ په تېر کال کې د دې ریاست د مهمو لاسته راوړنو په توګه یاد کړل.

د مسئولینو په خبره، دغه ریاست په تېر يوه کال کې د واليبال د درېيم، د وزلوبې لیګ پنځم، د فوټبال او فوټسال ليګونو د درېیم او د غورسي لیګ دویم پړاو سياليو په تر سره کولو سره، د سپورټ د ودې او پياوړتيا په برخه کې مهم ګامونه پورته کړي دي.

مسئولینو د خپلو خبرو په دوام وویل، افغان ورزشکارانو د اورا اسيا سياليو په څوارلسم پړاو کې پخپل ګډون سره، دويم مقام خپل کړی دی.

په یادو سیالیو کې د ۱۲ اسیايي هېوادونو ورزشکارانو برخه اخیستې وه، چې افغان ورزشکارانو پکې د سرو زرو ۹، د سپینو زرو ۴  او د برونزو ۵ مډالونه وګټل او ښه وځلېدل.

د المپيک کمېټې، بدني روزنې او سپورټ عمومي رياست مسئولین زیاتوي، چې په تېر یوه کال کې په ۳۵ فدراسیونونو کې ۱۹۱ لوبې څارل شوي او ۴۵۰ ورزشکارانو ته د روزنیزو سمینارونو جوړولو ترڅنګ، اړینې سپارښتنې هم شوي دي.

د مسئولینو د معلوماتو پر بنسټ، د ورزشي جوړښتونو پياوړتيا، په بهرنيو سياليو کې د افغان لوبغاړو د ګډون زمینه برابرول، په هېواد کې د سياليو په لار اچول، د پوهنې وزارت او کابل ښاروالۍ سره د همکارۍ د تفاهم ليک لاسليکول، د ظرفيت لوړونې پروګرامونو جوړول او د هېواد د رسنيو له لارې د سياليو خپرول؛ په روان کال کې د دغه ریاست له مهمو لومړیتوبونو څخه دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version