ټاس روسي خبري اژانس راپور ورکړی چې د کرملین ویاند، دیمتري پسکوف وایي، د افغانستان ګاونډ کې پرتو هېوادونو ته پکار ده چې له اوسنیو افغان چارواکو سره اړیکې ټینګې کړي.

دیمتري پسکوف د قرغیزستان له لوري دغه هېواد کې د ممنوعه ډلو له نوملړه د “طالبانو” د نوم ایستل ښه ګام بللی او وايي، دا چې قرغیزستان، افغانستان ته نږدې پروت دی نو پکاره ده چې له اسلامي امارت سره اړیکې ټینګې کړي.

تر دې وړاندې د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف هم ټاس ته ویلي و چې دغه هېواد کې د ترهګرو له نوملړه «د طالب چارواکو» د نومونو ایستلو بهیر روان دی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version