د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت، د خپلو یو کلنو لاسته راوړنو پرواګرام کې ویلي، چې په تېر یوه کال کې له ۵۵ پلان شویو پروژو څخه ۳۴ یې وروستيو پړاونو ته رسېدلي، چې په پایله کې نږدې ۴ زره کسانو ته پکې په مستقیم او غیر مستقیم ډول کاري فرصتونه برابر شوي دي.
د یاد وزارت د معلوماتو له مخې، د ښاري ټرانسپورت د معیاري کېدو او د نویو تمځایونو او ترمینلونو د جوړېدو لپاره یوازې په کابل کې ۲۱ ځایونه ځانګړي شوي دي.
چارواکي زیاتوي، چې د بشري ظرفیتونو د لوړولو لپاره تېر کال له شلو زیات روزنیز پروګرامونه ترسره شوي او ۲۰۰ تنه کارکوونکي یې د زدهکړو او مسلکي پرمختګ په موخه چین، اماراتو، هند او یو شمېر نورو هېوادونو ته لېږلي دي.