د مصر هېواد ستر اسلامي علمي مرکز او پوهنتون، الازهر شریف د يوې اعلاميې په خپرولو سره کابل کې د روږدو پر روغتون د پاکستاني رژيم بريد غندلی او ستر جنايت یې بللی دی.
د ياد پوهنتون په اعلامیه کې دا برید د ټولو انساني او اسلامي ارزښتونو ضد چاره بلل شوې او پاکستاني رژيم په دې جنايت سره د اسلامي ارزښتونو تر پښو لاندې کوونکی ګڼل شوی دی.
الازهر پوهنتون زیاته کړې، چې د ناروغانو او روغتیايي مرکزونو په نښه کول په اسلام کې یو بشپړ جرم بلل کېږي.
دغه بنسټ پر دې سربېره د روژې مبارکې میاشتې پرمهال، د بېګناه مسلمانانو پر شهيدانولو ژوره خواشیني ښودلې او دا کار یې له اسلام سره په ټکر کې بللی دی.
