د احصایې او معلوماتو ملي ادارې ویلي، چې په تېر لمریز کال کې يې ۱۰۲ زره او ۵۳۸ بهر مېشتو هېوادوالو ته په غیرې حضوري ډول د کاغذي تذکرو اړوند خدمتونه وړاندې کړي دي.

یادې ادارې په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې په دې موده کې په غیرې حضوري ډول په وړاندې شویو خدمتونو کې د ۱۹ زره او ۳۲۰ نویو او ۶ زره او ۱۵۶ مثنی کاغذي تذکرو وېش شامل دي.

پر دې سربېره ۵۱ زره او ۳۷۱ کاغذي تذکرې تایید شوي او ۲۵ زره او ۶۹۱ نورو کسانو ته د کاغذي تذکرو اصلاحي خدمتونه هم وړاندې شوې دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version