
د احصایې او معلوماتو ملي اداره وایي، تېر کال یې د هېواد په کچه د الکترونیکي تذکرو او اسان خدمت د ۸۴ مرکزونو له لارې دوه میلیونه، ۲۸ زره او ۷۹ تنو ته الکترونیکي تذکرې وېشلې.
د یادې ادارې په وینا، له یادو تذکرو یو میلیون او ۵۲۹ زره او ۲۴۴ یې نارینهوو ته او ۴۹۸ زره او ۸۳۵ یې ښځینهوو ته وېشل شوې دي.
د احصایې او معلوماتو ملي اداره زیاتوي، چې په تېر ۱۴۰۴ کال کې تر ټولو زیاتې الکترونیکي تذکرې (۵۰۰ زره او ۴۵۶) په کابل ولایت کې وېشل شوې دي.
د یادې ادارې د شمېرو له مخې، د الکترونیکي تذکرو د وېش بهیر له پیل راهیسې ۱۷ میلیونه او ۴۸۷ زره هېوادوالو ته یادې تذکرې وېشل شوې دي.

