د کورنیو چارو وزارت خبر ورکړی، چې د پکتیا امنیې قومندانۍ د تروریزم پر وړاندې د مبارزې ځواکونو د یاد ولایت کې ۲۸ میله توپنګچې او ۹۰۰ فیره مرمۍ کشف او ترلاسه کړې دي.
د یاد وزارت په وینا، دغه وسلې او مهمات له بهر افغانستان ته راوړل شوې وې، چې په ډنډ پټان ولسوالۍ کې د هدفمندو عملیاتو کې نیول شوې دي.
وزارت زیاته کړې، چې د وسلو قاچاق وړونکي له سیمې تښتېدلې، خو د نیولو په موخه یې پولیسو جدي هڅې روانې دي.


